Menu Content/Inhalt
د دغه اداری په هکله

د افغانستان د څیړنې او ارزونې اداره (AREU) په کابل کې میشته یوه نا پیلې څیړنیزه اداره ده. ددې ادارې دنده د لوړ څرنګوالې درلودونکې څیړنو له لارې پرپالیسۍ او چارومثبتې اغیزې درلودل دي. همدا راز نوموړې اداره هڅه کوي څو په افغانستان کې د څیړنې  او  زده کړې کلتور ته د تحلیلي ظرفیت د پیاوړې کولو او د فکرونو او بحثونو د آسانولو له لارې په فعاله توګه وده ورکړي.  ددې ادارې اصلي موخه  دڅیړنې له لارې د افغانانو د ژوندانه ښه والې دی.

نوموړې اداره په ۱۳۸۱لمریز کال په افغانستان کې د بوختو مرستندویه ټولنو په مرسته په کار پیل وکړ اود یو مدیره هیات درلودونکۍ دی چې د بسپنه ورکونکو ټولنو له خوا  لکه ملګرې ملتونه او نورو څو اړخیزو ادارو، او نا دولتي ادارو له خوا یې استازیتوب کیږي. نوموړې اداره اوس مهال خپله اصلی بودجه د فنلند، ناروی، سویډن، سویزرلند او د انګلستان دحکومتونو څخه تر لاسه کوي.  ددې ادارې ځانګړې  پروژې د افغانستان د پرانیستې ټولنې د انستیتیوت (FOSIA)، آسیایی بنیاد (TAF)، اروپايې کمیسیون (EC)، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري (UNHCR)، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (UNICEF)، د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو پراختیايي صندوق (UNIFEM)، او نړیوال بانک له خوا یې مالی ملاتړ کیږي. 

د افغانستان د څیړنې او ارزونې د اداری څخه وړاندې، لومړی د ستراتیژیکې څارنی اداره (SMU)، د لومړی ځل لپاره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ۱۳۷۷ لمریز کال د ستراتیژیکی کاری چوکاټ د یوې برخې په توګه په پام کې نیول شوې وه. داسې فکر کیده چې د یوې خپلواکې، تحلیلي ادارې رامنځته کیدل کیدای شي چې د “مرستندویه ټولنې سره مرسته وکړي ترڅو د ستراتیژیکی موخو پر وړاندې د پرمختګ کچه وتلي” او دا ثابته کړي چې “پرنسیبونه په عمل کې څنګه پلې کیږي.” د دغه شان یوې ادارې د منځته راتللو لپاره د مرستندویه ټولنې ډیر پراخ ملاتړ موجود ؤ او په  ۱۳۸۰لمریز کال کې د ستراتیژیکی څارنې ادارې مدیره هیات د ملګرو ملتونو، ناحکومتی سازمانونو او بسپنه ورکوونکو په مساوی استازیتوب، جوړ شو.

د ۱۳۸۰لمریز کال د بی سارې پرمختګ او په افغانستان کې د مرستندویه چارو په طبیعت باندی د هغوی اغیزه د ۱۳۸۱لمریزکال د سلواغه په میاشت کې د افغانستان د پروګرام جوړولو اداره (APB) داسی پریکړې ته ورسوله چې د ستراتیژیکی څارنې د ادارې د چارو پاملرنه د څیړنې او ارزونې لورته واړوي. د دغی ادارې نوم، ماموریت او فعالیتونه د دغه بدلون د څرګندولو په موخه تغییر وموند. نن ،د افغانستان د څیړنې او ارزونې اداره له یوې کوچنۍ څیړنیزې ادارې څخه د یو منځنۍ کچې موسسې په بڼه د خپلو د څیړنیزو خپرونو، مرکزی فعالیتونو، او د کارکوونکو د کچې په پراخولو سره منځ پراختیا موندلې ده.