| د څیړنو خبرپاڼه |
|
د افغانستان د څیړنو خبر پانه د افغانستان د څیړنې او ارزونې د اداری (AREU) دری میاشتنی خپرونه ده . د دغی خبر پاڼی موخه دا ده چې مینه وال د افغانستان په اړوند نویو څیړنو څخه خبر کړی او د څیړنو موندنې او تحلیلونه خپاره کړی. دغه څپرونه په دریو ژبو پښتو، دری او انګریزۍ ژبو باندی په منظمه توګه خپریږی. ځنی کتابونه چې په دغه خبرپاڼه کې د هغو په هکله لیکل کیږی په بریښنا پاڼه کې موجود دی او زیاتره کتابونه او خپرونی د دغه اداری په کتابتون کې موجودې دی.
رویس وایلس او ډاکټر جمیل الکوزی نوموړی خبر پاڼه تالیفوی، او بیا وروسته له دی چې د آنیا هاویدال له خوا تصحیح او ډیزاین شی نو احمدالله امرخیل او فریدون شارق یې په پښتو او دری ژباړی. نوموړی خپرونه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د هیات له خوا تمویلیږی. که تاسو کتابونه، نوری خپرونی او یا منابع لری هیله کوو چې موږ ته یې په دغه بریښنا لیک را واستوی؛ ##*## This email address is being protected from spam bots, you need Javascript enabled to view it |