Menu Content/Inhalt
معیشتونه او زیان منل

د افغانستان د څیړنې او ارزونې اداره غواړی چې د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې د افغانانو د امرار معیشت د ستراتیژیو د ورته والی او توپیرونو په هکله ښه پوهه تر لاسه کړې. په ځانګړی توګه د افغانستان د ښاری سیمو خوارو خلکو تر منځ او په کلیواله سیمو کې.

د دغه شان څیړنې لپاره اړتیا له هغه حقیقت څخه راپورته کیږی چې په افغانستان کې زیاتره پروګرامونه په ټولیزه توګه چلند کوې او هر کله په نشتوالی باندی تمرکز کوی نه دا چې په لږو میشتو امکاناتو تمرکز وکړی او هغو ته ترقی ورکړی. شواهد څرګندوی چې د افغانستان د خلکو د مقاومت میکانیزمونه له هغه څخه چې د عقل لمن یې کولای شی استنباط وکړی لا زیات متنوع او څکیدونکې دی، او که پروژې غواړې چې په دغو حالاتو پوری تړلو قوتونو پر بنسټ تکیه وکړی نو د دغه پوهې رامنځته کول ډیره غوره ده. د زیان منلو د لا ښی پوهی رامنځته کولو لپاره چې د کونډو معیوبو اشخاصو او دغه شان نورو مواردو څخه هاخوا رسی، په داسی وخت کې چې د مرستو موخه یوه ملی مساله باندی بدلیږی، هم ضروری ده.

د افغانستان د څیړنې او ارزونې د اداری د مهاجرت څیړنیزه پروګرام اوس مهال په افغانستان کې د مهاجرینو، په هیواد کې دننه بې ځایه شویو اشخاصو او راستنیدونکو د راستنیدو او بیا پر ځاي کیدو مسایل آزمایې. د دغه پروګرام موخه دا ده چې په میشتو معلوماتو کې خالیګاوی په ګوته کړی او په افغانستان، پاکستان او ایران کې لا اغیزمنه پالیسی، پروګرام جوړونه او مدافعه آګاه کړی. د مهاجرت څیړنیزه ډله اوس په دریو ګاونډیو هیوادونو کې د افغانانو د دوهم نسل په مطالعه باندی بوخته ده. دغه څیړنه په ځلمیو (له ۱۵ څخه تر ۳۰ کلنو) افغانانو باندی چې لږ تر لږه د خپل د عمر نیمایې کلونه یې په ایران او یا پاکستان کې تیر کړي وی، تمرکز کوی، او د یو افغان په توګه د هغوی د هویت په هکله د هغوی احساس څیړي، او بیا د دغه احساس او افغانستان ته د راستنیدو په هکله د هغوی د افکارو رابطه سره څرګندوی. له کومه ځایه چې په ګاونډیو هیوادونو کې د میشتو افغانانو یوه زیاته برخه ځلمیان جوړوی (چې په پاکستان کې د میشتو افغانانو په سلو کې ۵۵ له ۱۸ کلونو څخه لږ عمر لری)، نو ځکه خو د راستنیدو او بیرته په ځاي کیدو د یوی کامیابه سټراټیژۍ د رامنځته کولو لپاره، د هغوی د مورنۍ هیواد په هکله د هغوی شخصې انګیرنو او احساساتو پوهه ضروری ده. همدارنګه دغه څیړنه به د ځلمیو راستانه شویو افغانانو تر منځ چې د خپل د ژوند نیمایې کلونه یې هیواد څخه بهر تیر کړی دی، هیواد ته د راستنیدو او ځاي پرځاي کیدو په هکله د هغوی تجربه وڅیړی.

د دغه ادارې د کلیواله معیشت (ژوند) څیړنیزه پروګرام په کلیواله ژوندانه کې د پورونو په رول باندی تمرکز کوی. تر دغه مهاله پورې یې د پورونو غیر رسمی سیسټم په هکله، چې د کورنیو د بقا په سټراټیژیو او امنیتې ټاټوبو کې اساسی رولونه چې د پورونو اړیکې یې لوبوی تشریح کړې دی، چې په همدغه وخت کې د پورونو د اړیکو استثماروونکې حالات هم راروښانوی. اوس مهال دغه اداره د دغې څیړنې د موندنو پر بنسټ په کلیواله ژوند کې د کوچنیو پورونو رول په هکله یوه څیړنه تر سره کوی. په دغه هیواد کې په کوچنیو پورونو باندی د شوو پانګو په نظر کې نیولو سره، دغه څیړنه غواړی چې څرګنده کړی چې د جندر اړیکو ته په کورنۍ کې او د پورونو میشتو غیر رسمې سیستمونو ته کوم اشخاص لاس رسنه لری او د هغوی د ژوند په امنیت کې دغه څه اهمیت لری. دغه څیړنه د افغانستان په شرایطو کې د کوچنیو پورونو یو انتقادی لرلید، د کوچنیو پورونو د برابروونکو د سرسختو انګیزو په رڼا کې، آزمایې. چې د هغو څخه زیاتره یې جار وهې چې د هغو موخه د بی وزلۍ لږول دی، خو زیاتره د سازمانې ګواښونو د لږولو او مالی ثبات له خوا څارل کیږی. د دغه څیړنې نتایجو څخه به په دی ډګر کې استفاده وشی چې آیا څنګه کوچنې پورونه کولای شې په ښه توګه د مراجعه کوونکو د علاقې وړ وګرځې. دغه څیړنه به په ځنو ولایتونو کې د کوچنیو پورونو او د کوکنارو له تولید څخه د بزګرانو د اړولو له کوښښونو سره، د اړیکو براورد وکړی.